Home » افغانستان » ولسي جرګه:د امنیتي ادارو د کمزوري مدیریت له کبله وضعیت کړکېچن شوی

ولسي جرګه:د امنیتي ادارو د کمزوري مدیریت له کبله وضعیت کړکېچن شوی

د ولسي جرګې غړي وایي چې د امنیتي ادارو د مدیریت د کمزورۍ له کبله امنیتي وضعیت کړکېچن شوی دی.

د ولسي جرګې ګڼو غړو نن دوشنبه (د چنګاښ ۲۱مه نېټه) د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د امنیتي ادارو په مشرتابه کې کمزوري او د مسوولیت پر وړاندې بې پروایي ددې سبب شوې چې جګړې دوام وکړي او د هېواد وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن شي.

وکیلانو دغه راز نیوکه وکړه چې د امنیتي ادارو مسوولین د روان وضعیت په اړه ولسي جرګې او ولس ته وضاحت نه ورکوي او دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

دوی ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او د جګړو وړتیا لري خو په مدیریت او دوی ته د امکاناتو د برابرولو په برخه کې کمزوري ددې سبب شوې چې وضعیت د ښه کېدو پر ځای ترینګلی شي.

د ولسي جرګې غړو تر دې وړاندې هم ټینګار کړی چې د امنیتي او دفاعي ادارو په مشرتابه او مدیریت کې د کمزورۍ له امله امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...