د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا کټوازی وایي چې د دغې جرګې دایمي کمیسیونونه د حکومت له لوري د ور پېژندل شویو نوماند وزیرانو د اسنادو په څېړلو بوخت دي او په خبره یې، ولسي جرګه به هغو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړي چې اسناد یې ستونزې ولري.
میرزا کټوازي پر ولسمشرۍ ماڼۍ نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د چارو ادارې څو مشخصو څېرو د هېواد ټولې چارې یرغمل کړې دي.
کټوازي د خپلو خبرو په دوام د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شوي بریدونه غندلي او دغه راز یې د کابل-غزني لویې لارې پر ناامنیو اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې د یادې لارې د امنیت ټینګښت غوښتنه کړې ده.