Home » افغانستان » ولسمشر غني: د ټاکنو له لارې د واک لیږد ته تیار یم

ولسمشر غني: د ټاکنو له لارې د واک لیږد ته تیار یم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي که طالبان ټاکنو کې ګډون وکړي، اماده یو چې ټاکنې وکړو.

ښاغلي اشرف غني دغه خبرې پرون د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې د دغه هېواد په دیپلوماتیکه اډانه کې د اصلاحاتو او بهرني سیاست لومړیتوبونو پر موضوع یوه سیمنیار کې وکړې.

ولسمشر غني وویل له ټاکنو پرته واک چا ته نه پریږدي او که طالبان ټاکنو ته حاضر شي دوی چمتو دي چې ټاکنې وکړي.

ښاغلي اشرف غني وویل د حکومت د تګلارې پر بنسټ به د ملي حاکمیت، جمهوریت، ملي وحدت، بې پریتوب، اتصال او تلپاتې عادلانه سولې هدف ته ورسېږي.

په ورته وخت بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په مسکو او ترکیه کې د افغان سولې خبرې د قطر د سولې خبرو د بهیر یوه برخه ده.

دغه وزارت زیاتوي د افغانستان دولت مرکچیان له طالبانو له پلاوي سره په دوحه کې په خبرو بوخت دي او دا لړۍ به روانه وي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...