Home » افغانستان » ولسمشر: طالبانو ته به پرلښګرګا برید ډېر ګران تمام شي
رویداد خبري آژانس

ولسمشر: طالبانو ته به پرلښګرګا برید ډېر ګران تمام شي

د هلمند والي جنرال یاسین خان پر خپله رسمي صفحه لیکلي چې ولسمشر غني ورسره د هلمند د روان وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

دده په خبره ولسمشر غني د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي چې طالبانو ته به پر هلمند وروستی برید ډېر ګران تمام شي.

ولسمشر ویلي چې هلمند ولایت ته یې تازه دمي ځواکونه او نظامي تجهیزات لېږلي دي څو ددغه ولایت وضعیت کنټرول کړي.

هغه همدا راز امنیتي ادارو ته امر کړی چې د هلمند وضعیت په جدي توګه وڅاري او د هر ډول اړین غبرګون او اقدام لپاره تیار وي.

د هلمند والي بیا وایي چې دمګړی افغان ځواکونه پیاوړي دي او د طالبانو دغه ډول بریدونه به بریالي نه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...