Home » افغانستان » ولسمشر:د کورنیو چارو وزارت دې د ښارونو د امنیت لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړې
رویداد خبري آژانس

ولسمشر:د کورنیو چارو وزارت دې د ښارونو د امنیت لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړې

ولسمشر غني وايي کورنیو چارو وزارت دې د ښارونو او ولسوالیو د امنیت لپاره باید هڅې ډېرې کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د ښارونو د امنیت لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

پرون شنبې د دیسمبر ۱۹ ( لېندۍ ۲۹) ناوخته ولسمشر غني د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار ولایت له ځایي چارواکو سره د خبرو پر مهال ددغه ښار د امنیت ارزونه کړې ده.

هغه ویلي چې په کندهار کې وروستیو جګړو خلک زیانمن کړي دي او ځايي چارواکو ته یې له دوی سره د اړینو مرستو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي دغه راز د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د مشخصو او واضح پلانونو له لارې د ښارونو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړي او دغه راز له ولسوالیو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي څو د احتمالي خطرونو پر مهال پر وخت اقدامات ترسره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...