Home » افغانستان » ولسمشر:هراتیانو د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې څوک په حقه دي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر:هراتیانو د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې څوک په حقه دي

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وایي چې د هرات خلکو تېره شپه د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې د حق پلوي او د الهی احکامو پلي کوونکي څوک دي.

ولسمشر غني نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه نېټه) په ارګ کې د ملکي خدمتونو د کارمندانو د معاشاتو پروګرام د پرانستې په مراسمو کې یو ځل بیا د وسله والو طالبانو جګړه فتنه او فساد وبلله او زیاته یې کړه چې د دغې ډلې جګړه د خلکو او ملي ګټو پر خلاف او د یادې ډلې یوازینۍ دنده د خلکو وژل دي.

ولسمشر ټینګار کړی دی چې دا خاوره تل د الله اکبر په نعره ساتل شوې ده او په خبره یې، د طالبانو په حق کې څوک دا چیغه نه وهي نو باید پوه شي چې جګړه یې د دین او ملت خلاف ده.

د ویلو ده چې تېره شپه په هرات ولایت کې خلک بامونو ته راختلي او په لوړ غږ یې د الله اکبر نعره بدرګه کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...