ولسمشر غني له دي ټایمز ورځپاڼې سره په تازه خبرو کې ویلي چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې پر بنسټ طالب زندانیان له بنده خوشې شي نو د نشه یي توکي سیل به اروپا او امریکا پر سر واخلي.
نوموړي امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې باید په دې برخه کې له پوره احتیاطه کار واخلي، ځکه د ده په خبره، دا بندیان ستر قاچاق کوونکي اوجنایتکاران دي.
نوموړي له ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې له طالبانو سره د هوکړې قضاوت به یې لویه جرګه او د افغانستان پارلمان کوي. “هغه هوکړه چې موږ یې غواړو دا ده چې تاوتریخوالي پایته ورسوي او موږ بیا یو ملت جوړ کړو چې وکړی شو له یو بل سسره کار وکړو.”
وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي دي چې امریکا د مخدره توکو د ستر قاچاق کوونکي حاجي بشیر د خوشې کېدو په اړه د طالبانو غوښتنه منلې ده.
د یادونې ده چې د سولې پروسه یو ځل بیا د طالب زندانیانو نه خوشې کېدو پر سر له بندښت سره مخ شوې چې طالبان افغان حکومت او حکومت بیا طالبان ملامتوي او دواړه پر یو بل د دې پروسې د ځنډېدو تورونه لګوي.