Home » افغانستان » ولسمشرغني: پلټونکې ادارې ته دکرونا ځانګړې شویو مرستو په اړه د څېړنو امر وکړ
رویداد خبري آژانس
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشرغني: پلټونکې ادارې ته دکرونا ځانګړې شویو مرستو په اړه د څېړنو امر وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پلټنې عالي ادارې ته امر کړى چې په ټولو ولايتونو کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شويو پېسو په اړه پلټنه وکړي او له هغو کسانو سره دې قانوني چلند وکړي چې له دغو پېسو څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

دا خبر پرون (د زمري په ۴مه ) له ارګه په یوه خبرپاڼه کې خپور شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ  د پلټونکې ادارې له مشرې غزال حارس سره په دې اړه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې مرستې په مرکز او ولایتونو کې په څه ډول مصرف شوي خبرې کړي، د افغانستان ماليې وزارت او ولایتي ادارو ته‌یې سپارښتنه کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې د دې مرستو د مصرف په اړه خپل راپور دې ادارې ته ورواستوي.

د پلټونکې ادارې مشرې ویلي چې په ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د وسایلو د اخیستلو په برخه کې لازم معیار په پام کې نه‌دی نیول شوی، د مرستې د پيسو په لګښت کې هم هغومره پام چې لازم و، نه‌دی شوی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني ویلي چې که چېرې ثابته شوه چې هغو کسانو چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو د مصرف مسؤلیت ورسپارل شوی و، په خپل کار کې ناغېړي کړې او پیسې یې ضایع کړي، عدلي او قضايي ادارو ته به معرفي شي.

په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شویو پيسو د مصرف په برخه کې د مصنوعي تنفس د دستګاوو د اخیستلو له څرنګوالي، روغتونونو ته د دوا او د ټسټ لپاره د ځانګړو طبي وسایلو تر رسولو پروې د پراخ مالي فساد راپورونه خپاره شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...