د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ولسمشر محمداشرف غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کړی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني او لومړي وزیر عمران خان تېر ماښام د سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه ) د ټیلیفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ښاغلي غني په دغوخبرو کې په اوربند ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي خان له قوله راغلي: :”موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو “.
د پاکستان لومړي وزیر د جمهور رئيس غني له بلنې څخه په مننې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر دغه راز د ملګرو ملتونو ۷۵مې غونډې ته د وینا په مهال ویلي چې هېواد یې د افغان سولې په بهیر کې د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې خپل مسولیتونه ترسره کړي دي.
عمران خان زیاته کړې چې افغانان باید د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او د افغانستان لانجې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په راتلو سره به په سیمه کې د پرمختګ او اړیکو نوی څپرکی پیل شي.
د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو د مرکچي پلاو د تماس ډلې له دوه اونیو راهیسې د بینالافغاني مذاکراتو د ترسره کولو لپاره د کړنلارې په جوړولو بوخت دي.
له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د بینالافغاني مذاکراتو په پرانیست غونډه کې له ګډون وروسته اسلاماباد ته سفر وکړ او د افغان سولې په پروسه کې یې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.
ښاغلي خلیلزا د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په برخه کې د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.