Home » افغانستان » ولسمشرغني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې سره د سولې په پروسې خبرې کړي
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې سره د سولې په پروسې خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبې په ورځ (د وري ۳مه نېټه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره په ارګ کې د سولې په پروسې خبرې کړي دي.

له ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:” ولسمشرغني تېر مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیالې هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې په اړه مفصل بحث وکړ او جمهوررئیس غني د سولې پروسې د بریاليتوب په اړه د افغانستان حکومت لیدلوری او عملي پلانونه تشریح کړل.”

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین هم افغانستان ته راغی او له ولسمشرغني سره یې د سولې پروسې د سرتېرو پر ایستلو او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو بحث وکړ.

نوموړي له ولسمشرغنی سره تر لیدنې وروسته په خپله ټویټر پاڼه ولیکل، افغانستان ته د سفر پر مهال یې له ډېر څه خبرو شو او ټول به له ولسمشر بایډن سره شریک کړي، هغه ټینګار کړی و چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه یوازې د بایډن په لاس کې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...