؛ستا شاوخوا کسان د سولې فعالینو د ترور او ګواښلو هڅه کوي سیاسي او د سولې د برخې یو شمېر فعالین وایي د ولسمشر نږدې کسان او د ملي امنیت ادارې یو شمېر چارواکي د حکومت د منتقیدینو په ترور کې لاس لري.
یو شمېر سیاسي څېرو چې خبریالان او مهم پخواني لوړپوړي چارواکي هم پکې شامل دي په یوه لیک کې له ولسمشر غوښتي چې د وروستیو هدفي وژنو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
ددوی په خبره په دې وروستیو کې ولسمشر ته نږدې یوه کړۍ فعاله شوې چې د ولسمشر له مرستیالۍ نیولې د ملي امنیت تر مرستیالانو نور لوړپوړي چارواکي هم پکې شامل دي.
ددوی په خبره دغه کسان په لوی لاس سیاسي مخالفین او هغه شخصیتونه په نښه کوي چې پر حکومت نقد کوي او یا د سولې په برخه کې فعالیت لري.
دوی په پرانیستي لیک کې له ولسمشر غني غوښتي چې په دې اړه دې خپل دريځ روښانه کړي او یو بې طرفه پلاوی دې وټاکي څو دغه موضوع روښانه کړي.
سیاسي شخصیتونه ادعا کوي چې یاده کړۍ دوی ته د مرګ ګواښونه کوي او د جعلي ترهګریزو ډلو او وسایلو له لارې دوی ته خبرداري ورکوي.
دوی ویلي که ولسمشر وغواړي په دې اړه اسناد هم ورسره شریکوي او مخامخ ورسره خبرې کوي.