افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډاکترانو سره ناوړه چلند کوونکي تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې نیول کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي له عامې روغتیا وزارت سره د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مدیریت په اړه د ولسمشر غني غونډه کې په دې تړاو د دولت په راتلونکو اقداماتو بحث او خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې راغلي چې دولت د ډاکترانو حیثیت، عزت او وقار ساتلو ته ژمن دی او له دوی سره ناوړه چلند کوونکي به له عدلي او قضایي تعقیب سره مخامخ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحیدالله مجروح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و چې د کابل یوه روغتون کې د زورواکو لخوا وسایلو ته زیان اړول شوی او له روغتیايي کارکوونکو سره ناسم چلن دی.
ولسمشر غني دې غونډې ته دا راز ویلي چې له چین څخه به ۷ زره ډوزه د کورونا واکسین نژدې وخت کې راورسېږي.