افغان ولسمشرمحمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو غوښتنه ومني او د جګړو پر ځای بین الافغاني مذاکراتو ته ادامه ورکړي.
ولسمشر چې نن پنجشنبه د لړم ۸ ( اکټوبر۲۹) یې په ملي دفاع وزارت کې د نبوي میلاد د نمانځنې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی و، وویل:” افغانان مسلمان دي او دلته د مذهب او دین تر عنوان لاندې د جګړې دوام غیر شرعي دی.”
ولسمشر زیاته کړه:” طالبان دې ددې مبارکې ورځې په مناسبت له جګړو لاس په سر شي او مذاکرات دې چټک کړي.”
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان یو اسلامي نظام لري او افغان وسله وال ځواکونه د اسلامي نظام په دفاع کې جګړه کوي.
ولسمشر غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا وستایله او په خبره یې افغانستان هېڅ وخت د ترهګرۍ د تولید مرکز نه و، بلکې تل ترهګري له بهره راوړل شوې او د افغانانو د بربادۍ سبب شوې ده.
ولسمشر غني یو ځل بیا د محراب او ارګ ترمنځ د فاصلې پر ختمولو ټینګار وکړ.