Home » افغانستان » ولسمشر:باعزته سولې ته رسېدو لپاره په تدبیر مخ ته ځو
رویداد خبري آژانس

ولسمشر:باعزته سولې ته رسېدو لپاره په تدبیر مخ ته ځو

ولسمشر غني وایي، تلپاتې او باعزته سولې ته رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او قوي ارادې سره مخ ته ځي.

نوموړي نن شنبه د سپتمبر ۱۲(وږي ۲۲) په ګلخانې ماڼۍ کې د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې ته خبرو کې پر لومړي مرستیال امرالله صالح برید غندلی او اړوندو مسوولینو ته یې د یادې پېښې د هر اړخیزې څېړنې سپارښتنه کړې ده.

رویداد خبري آژانس
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح

نوموړي ویلي، هېواد کې د سولې هڅو سره سره د طالبانو له لوري تاوتریخوالی ډېر شوی دی. هغه امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو بریدونو د دفع کولو لپاره پر مشخصو طرحو کار وکړي.

ولسمشر غني، د دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله وبلله او وې ویل، د افغانستان حکومت به دا پروسه په تدبیر او پیاوړې اراده داسې مخته یوسي چې د جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې، باعزته او داسې سولې لامل شي چې د هر افغان غوښتنې او د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...