Home » افغانستان » ولایتي شورا:د پکتیا په ولسوالیو کې ګومارنې د وسله والو طالبانو په خوښه کېږي
رویداد خبري آژانس

ولایتي شورا:د پکتیا په ولسوالیو کې ګومارنې د وسله والو طالبانو په خوښه کېږي

د پکتیا ولایتي شورا وايي، چې ددغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پوهنې او روغتیا برخو کې ګومارنې د وسله والو طالبانو په خوښه کیږي.

وکیلان وايي، چې طالبان د هرې برخې لپاره ځانګړی کمېسیون لري او د پوهنې او روغتیا برخو کې ګومارنې ددغه کمېسیونونو له لارې تنظیمیږي او اړوند دولتي ادارې، خپل سرې ګومارنې نشي کولی.

د پکتیا اوسېدونکي هم وايي چې د پوهنې، روغتیا او د ولسوالیو ځینو نورو برخو ګومارنې له کلونو راهیسې د طالبانو په خوښه کیږي.

د پکتیا والي حلیم فدايي د پوهنې او روغتیا برخو کې ولسوالیو کې د طالبانو په خوښه ګومارنې ردوي او په دې اړه د اسنادو او شواهدو وړاندې کېدو غوښتنه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...