Home » سیمه او نړی » وسله والو سره نښته کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي دي

وسله والو سره نښته کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي دي

د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو او وسلوالو تر منځ نښته کې شپږ تنه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندي عملیات روان وو، چې دغه پېښه رامنځته شوه.

بل خوا پرون سهار شمالي وزیرستان ته څېرمه کرمه سیمه کې په دوو جلا بریدونو کې د ښوونځي اته کارکوونکي وژل شوي، چې پنځه یې ښوونکي دي.

دپوليسو د مالوماتو له مخې، تر دې پېښې وروسته ناپیژنده وسلوال سیمه کې یو ښوونځي ته ننوتي او پر هغه ښوونکو یې ډزې کړي چې د بورډ په ازموینو بوخت و.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...