د بورکينافاسو شمالي سينو ايالت په سيتينګا کلي کې وسلهوالو پر ملکي وګړو بريد کړی او د بريد په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د حکومت وياند ليونيل بيلګو ويلي، پېښه د يکشنبې په ورځ سهار وختي شوې ده او په سيمه کې د پوځ له لوري د پلټنو په ترڅ کې د ۵۰ تنو ملکيانو جسدونه موندل شوي دي.
خو روېټرز اژانس ته بيا د بورکينافاسو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې د وسلهوالو له لوري په دې پېښه کې ۱۰۰ تنه عام وګړي وژل شوي او ډېری نور ټپيان دي.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په بورکينافاسو کې پر ملکي وګړو دا بريد لوی جنايت بللی او د دې هېواد پر حکومت يې غږ کړی چې عاملان يې ژر پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
په سيتينګا کلي کې له دې بريد يوازې يوه ورځ وړاندې د حکومتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ سخته جګړه شوې وه، چې په کې د بورکينافاسو څو تنه پوليس هم وژل شوي وو.