د وردګو په «بهسودو» ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند بایللی دی.
د وردګو د پولیسو ویاند، یوسف اسرار ویلي چې دا پېښه تېره شپه په بهسودو ولسوالۍ کې د یو لاندکروزر او موتورسایکل د ټکر په پایله کې شوې ده.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د دې دواړو چلونکو وسیلو ترمنځ ټکر د لاندکروزر د چپه کېدو لامل شوی چې له امله یې څلور کسان مړه او یو ټپي شوی دی.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې د ډېری کسانو د مړینې او ټپي کېدو سبب کېږي او لامل یې د چلونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو کمښت بلل شوی.
