د افغانستان خبريالانو ملي اتحاديه وايي، دامهال په افغانستان کې د رسنيو وضعيت د بل هر وخت په پرتله خراب شوی او حتا ډېرو رسنيو د ناسم مالي وضعيت له امله خپل فعاليتونه ځنډولي دي.
د يادې اتحاديې د رسنيو برخې مسوول مسرور لطفي نن يکشنبه د (تلې په ۱۱مه) يوې خبري ناستې ته د رسنيو وضعيت په تړاو د ترسره کړې نظر پوښتنې د پايلو خپرولو پرمهال وويل، اوسمهال د ټول هېواد په کچه ۷۰ سنله بېلابېل ډول رسنيو خپل فعاليتونه درولي دي.
ياده نظر پوښتنه چې په ۲۸ ولايتونو کې له ۱۵۰۰ خبريالانو سره د خبرو له لارې ترسره شوې ښيي، د رسنيو فعاليتونو له بندېدو سره ۶۷ سلنه خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو خپلې دندې هم له لاسه ورکړي او يوازې ۳۳ سلنه په سختو شرايطو پر دندو بوخت دي.
لطفي زياتوي چې فعالې رسنۍ هم يا له امنيتي او يا هم له مالي ننګونو سره مخ دي. نوموړي د خبريالانو وضعيت ته په اشارې سره زياته کړ چې د نظر پوښتنې له مخې، ۴۰ سلنه خبريالان د خپل امنيتي خونديتوب په اړه اندېښنه لري او پاتې ټول هغه يې بيا د دندې د لاسه ورکولو له امله د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو په اړه ځورېږي.