Home » سپورټ » والیبال؛ کام ایر لوبډله بیاځلې لوبه وبایلله

والیبال؛ کام ایر لوبډله بیاځلې لوبه وبایلله

د کام ایر د والیبال لوبډلې په درېیمې سیالۍ کې د عراق له استازي کلب څخه هم ماتې وخوړه او په دې سره د اسیا اتلو کلبونو په سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوه.

کام ایر لوبډلې خپلې لومړنۍ دوه لوبې د ایران او چین هېوادونو کلبونو ته بایللې وې.

د کام ایر د والیبال لوبډله د افغانستان له نوموتو کلبونو څخه ده او دا یې لومړی ځل دی چې د اسیا د اتلو کلبونو په سیالیو کې برخه اخلي.

په یادو سیالیو کې د ایران، جاپان، اسټرالیا، قزاقستان، عراق، کوریا او بحرین کلبونه تر نورو ښه لوبیدلي او ډېرې نومرې لري.

د ویلو ده چې د افغانستان استازی کلب به د مې په ۱۸مه نېټه خپله څلورمه سیالي له قزاقستان او د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه وروستۍ سیالي له هانګ کانګ لوبډلو سره ترسره کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...