Home » افغانستان » والي: نورستان کې پانګه والو سېلانیانو لپاره پانګونه پیل کړې
رویداد خبري آژانس

والي: نورستان کې پانګه والو سېلانیانو لپاره پانګونه پیل کړې

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، ګڼو پانګه والو د سېلانیانو د اسانتیا لپاره په دغه ولایت کې پانګونه پیل کړې ده.

حافظ عبدالقیوم پرون شنبه (د غبرګولي ۱مه) رسنیو ته ویلي دا غوښتنه د نورو ولسونو هم ده: “ډېر پانګه وال اوس په مرکز پارون کې پانګونه کوي. څوک هوټلونه جوړوي، څوک پر نورو برخو پانګونه کوي. له دې سره به نور خلک هم وهڅېږي او په دې برخه کې به پانګونه وکړي.”

عبدالقیوم دغه راز له حکومت او طالبانو غوښتي چې دغه ولایت یوه ‘غیر جنګي’ سیمه اعلان کړي. هغه ویلي دا کار به مرسته وکړي چې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او جګړې تر ذهني فشار لاندې خلک هلته سفر وکړي او له طبیعت څخه یې خوند واخلي.

عبدالقیوم زیاته کړې چې یوازې د تېر کوچني اختر درېو ورځو کې ۷ زره کورني سیلانیان له لنډمهاله اوربند په استفادې دغه ولایت ته په چکر ورغلي دي.

نوموړي ویلي چې د سیلانیانو ورتګ ځايي اوسېدونکو ته د کار او اقتصادي ګټې ښه فرصت برابر کړی او د همدې لپاره یې هرکلی کوي.

نورستان ولایت تېر کال د حکومت له لوري د ملي پارک په نوم ونومول شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...