د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین ویلي، چې ترکیه به د هغو ارمنیانو د وژنې په اړه خپله وروستی خبره وکړي، چې جو بایډن ډلهییزه وژنه او توکموژنه بللې ده.
کالین زیاتوي، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به امریکا ته د دغه ځواب ورکولو لپاره د خپلې کابینې نظر هم واوري او په خبره یې چې ټاکل شوې ده، د ترکیې پارلمان هم د روانې اونۍ په پای کې په دې اړه خپله بیانیه خپره کړي.
تېره شنبه د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، چې د عثماني خلافت په خاوره کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د ارمنیانو ډلهییزه وژنه توکموژنه ده، چې نړۍ یې د بیا تکرار غوښتونکي نه دي او دا قضیه به د توکوژنې په رسمیت وپېژني.
همداراز تر بایډن مخکې د جرمني او فرانسې په ګډون نږدې څلوېښتو هېوادونو د سلګونو زره ارمنیانو ډلهییزه وژنه توکم وژنه بللې ده. له دغو څرګندونو وروسته اردوغان له بایډن سره پر دې موضوع تلفوني خبرې هم کړې دي.
ترکیې د دغو ارمنیانو په تړاو ویلي، چې دا کسان تر ډېره په کورنۍ جګړه کې وژل شوي، همداراز روسیې ملاتړو ارمني پوځیانو هم ډېر مسلمانان وژلي.