Home » افغانستان » هېواد کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

هېواد کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې نن (دوشنبې، د چنګاښ۱۸مه) د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان په اېکس پاڼه ویلي چې دغه کمپاین د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې څلور ورځې دوام کوي.

د هغه په ​​وينا، په دې کمپاين کې به شاوخوا اته ميليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند دا نه دي ویلي چې دغه کمپاین به په کومو ولایتونو کې ترسره شي.

د پولیو واکسین وروستی پړاو تېره میاشت د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شو چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱ میلیونه ماشومان یې له واکسینو څخه برخمن شول.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې پولیو پکې بېخي نه ده ورکه شوې.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...