«له پولیو پاک افغانستان» اداره وایي چې نن (شنبه، د زمري ۲۱) په هېواد کې د پولیو ضد واکسینو د تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
دې ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا کمپاین د هېواد په بېلابېلو برخو کې پیل شوی دی.
خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې د واکسینو د تطبیق دا لړۍ به څو ورځې دوام وکړي او څومره ماشومانو ته به واکسین تطبیق شي.
له پولیو د پاک افغانستان په نوم ادارې له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته په واکسین ورکولو سره په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ په مخنیوي کې برخه واخلي.
د ویلو ده چې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې پولیو وایروس پېښې شته.