Home » افغانستان » هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۴ سلنه ډېر شوی

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۴ سلنه ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه د مې تر پایه شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د ملګرو ملتونو دغې ادارې نن (سه شنبه د چنګاښ ۱۲مه) خپور کړی، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶،۸ زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

اوچا ویلي چې له ایران څخه د راستنیدونکو افغانانو ۴۳ سلنه نارینه، ۱۴ سلنه یې ښځې او ۴۳ سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

په دې موده کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر له پاکستان څخه د۶۷زره او ۹۰۰ افغان کډوالو راستنېدل ثبت کړي چې د ۲۰۲۳ کال د لومړیو پنځو میاشتو په پرتله ۴۱ سلنه ډېر شوي دي.

له پاکستان څخه د راستنیدونکو په منځ کې، ۲۰٪ نارینه، ۲۶٪ ښځې، او ۵۴٪ د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.

پاکستاني حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې له دغه هېواده د قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا مهال ۴.۵ میلیونه افغان کډوال په ایران کې او ۳.۲ میلیونه نور په پاکستان کې ژوند کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...