د ا.ا ستندرد ملي اداره وایي، په نیمروز کې یې د بې کیفیته نفتو د اتو ټانکرونو د واردېدو مخه نیولې ده.
دې ادارې نن دوشنبه د سلواغې ۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه محصولات چې کیفیت یې په ملي ستندرد برابر نه وي، هېواد ته دننه کېدو اجازه نه ورکول کېږي.
ستندرد ملي ادارې تر دې وړاندې هم د بېکیفیته نفتي توکو لسګونه ټانکر مسترد کړي دي.