Home » افغانستان » هيدربار: تېر کال د بشري حقونو له پلوه په افغانسان کې له ناورين ډک و

هيدربار: تېر کال د بشري حقونو له پلوه په افغانسان کې له ناورين ډک و

د بشري حقونو د څار نړيوالو سازمان مسوولانو په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنۍ يو کال پوره کېدو ته په غبرګون کې ويلي، چې ياد کال د بشري حقونو د خونديتوب له پلوه په افغانستان کې ناوړه کال و.

د دې سازمان د ښځو برخې مسوولې هيدربار نن دوشنبه د (زمري په ۲۴مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې په افغانستان کې تېر کال د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په حصه کې له ناورين ډک و.

نوموړې زياته کړې، دامهال افغانان په حيرانۍ د دې ننداره کوي، چې ايا نړيوال به يې له حقونو دفاع وکړي؟

خو هيدبار د نيوکې په توګه ويلي، د دې لپاره ځواب ښايي دا وي، چې نړۍ ښايي په دې برخه کې ډېر څه ونه کړي.

نن د اګسټ ۱۵مه نېټه ده او ټيک په همدې نېټه د طالبانو اسلامي تحريک ځواکونو پر افغانستان بشپړ کنټرول ترلاسه کړ او په دې توګه يې د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري نظام له بېخ ونړوه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...