Home » افغانستان » هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې نن په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، بامیان، ډایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، وردګ، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل شته.

هواپېژندنې همداراز د هېواد په لوېديځو، مرکزي، سوېل ختيځو او ختيځو ولايتونو کې دا ورښتونه سخت او درانه اټکل کړي او په تودو سیمو کې یې د سیلابونو د راوتلو خبرداری هم ورکړی دی.

ورته مهال په افغانستان کې د اقلیمي بدلون کارپوهان ټینګار کوي، چې په دې اوونۍ کې به د ډېرې واورې او باران ورښت د وچکالۍ لړۍ ماته کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د کرنې وزارت په افغانستان کې د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالی خبر ورکړ

د کرنې اوبو لګونې او ...