Home » افغانستان » هوايي شرکتونو ته د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبرداری

هوايي شرکتونو ته د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبرداری

د ټرانسپور وزارت او هوايي چلند وزارت د پاکستان PIA او د افغانستان کام اير هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تګ راتګ ټېکټ بيې ټيټې کړي.

له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ټېکټ بيه بايد څو مياشتې وړاندې اندازې ته چې ۱۵۰ ډالره ده ټيټه شي. په خبر پاڼه کې نوموړي وزارت ګواښ کړی، که ياد شرکتونه د کابل او سلام‌اباد ترمنځ د تګ راتګ ټېکټ بيه پخوانۍ اندازې ته ټيټه نه کړي، نو په ياد مسير به يې پر پروازونو بنديز ولګېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له هغو مسافرو چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سفر کول غواړي غوښتي، چې د يادو هوايي شرکتونو له لوري د تخلف په صورت کې د همکارۍ په موخه د ټرانسپورټ او هوايي چلند له وزارت سره اسناد شريک کړي.

په اوس کې د پاکستان هوايی شريک PIA له کابل څخه اسلام‌اباد ته د يوې خوا ټېکټ ۲۵۰۰ ډالر اخلي. په داسې حال کې څو مياشتې وړاندې اسلام‌اباد ته د يوې خوا ټېکټ بيه ۱۵۰ ډالره وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...