Home » سیمه او نړی » هند کې په یوې۹۰ کلنې ښځې جنسي تیری شوی
رویداد خبري آژانس

هند کې په یوې۹۰ کلنې ښځې جنسي تیری شوی

د هند مهاراشترا ایالت دیپولي ښار کې تیره میاشت پر یوې ۹۰ کلنې هندۍ ښځې جنسي تیری شوی و.

خو دغې میرمنې چې هویت یې تر اوسه د پولیسو له لوري پټ ساتل شوی، په دې هکله له حال ویلو ډډه کړې وه.

دا کیسه د تیرې جمعې په ورځې د جنسي تیري د دغې قرباني د ننګور له لوري پولیسو ته څرګنده شوه.

پر دغې ښځې د تیرې ډسمبر میاشتې په شلمه ورځ د یوه ۳۳ کلن کروندګر له لوري جنسي تیری شوی و.

خو هغې له دې ویرې چې تیری کوونکی به ورته زیان ورسوي، هیچاته خوله خلاصه نه کړای شوه.

د انډیا ټایمز د رپوټ پر اساس دا میرمن د جنسي تیري زغملو ترڅنګ د تیري کوونکی له لوري ډبول شوې هم ده.

رپوټ وایي چې هغې یوه ورځ د کور دروازه کې شیدې پلورونکي ته په تمه وه چې یو نا اشنا کس په دې پلمه چې د شیدې پلورنکي ځای ته یې بیایي، یوې کروندې ته لاره بدله کړه او هلته یې پرې تیری وکړ.

له دې پيښې شاوخوا شل ورځې وروسته یې د ورپيښې ناروغۍ له کبله اړه شوه چې نږدې بل کلي کې د خپل لیور کور ته لاړه شي، هغه ځای چې د هغې د ژوند دغه پټه ترخه خاطره پکې په ډاګه شوه.

د میرمنې زوی او ننګور چې په ممبی کې ژوند کوي، له پيښې تر خبریدو وورسته یې پولیسو ته خبر ورکړ.

تیری کوونکی د سیمې د خلکو له لوري نیول شوی او پولیسو ته سپارل شوی دی.

هند یو له هغو هیوادونو دی چې پر ښځو د تاوتریخوالي، په ځانګړي توګه د جنسي تیري زیاتې پيښې پکې کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...