Home » سیمه او نړی » هند کې په یوه ورځ د کورونا ویروس نږدې ۷۰ زره پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

هند کې په یوه ورځ د کورونا ویروس نږدې ۷۰ زره پېښې ثبت شوې

هند کې ریکارډ په یوه ورځ تر ۶۹ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې. له دې سره په دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر درو ميلیونو ته په رسېدو دی.

تر امریکا او برازیل وروسته هند درېيم هېواد دی چې دې وبا ډېر خلک پکې اغېزمن کړي او پر کورونا د اخته کسانو شمېر پکې خورا لوړ شوی دی. دغه هېواد د کوېډ-۱۹ له کبله د مړو شويو کسانو د شمېر د ډېروالي له پلوه هم په نړۍ کې څلورم ځای لري.

د هند د عامې روغتیا وزارت پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې په تېرو ۲۱ ورځو کې د کوېډ-۱۹ د ډېرو ازموینو یا معاینو کولو او د پراخو روغتیايي خدمتونو د ترسراوي له کبله دا شمېرې ډېرې موندل شوې دي.

په یوه ورځ تر یو ميلیون ډېرې معاینې:

د هند د عامې روغتیا وزارت په خبره، په یوه ورځ کې يې د کورونا تر یو ميلیون ډېر ټېسټونه یا معاینې کړې دي.

‘هند په یوه ورځ کې د کوېډ-۱۹ تر یو میلیون ډېرې معاینې کړې دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر لسو لکو د ډېرو کسانو ازموینه شوې ده.’

په دغه هېواد کې په تېرو ۲۱ ورځو کې په پرله پسې ډول د کورونا د مثبتو پېښو کچه لوړه شوې ده

د مذهبي مراسمو پر مهال سپارښتنې

په هند کې داسې مهال د کورونا د مثبتو پېښو په شمېر کې بېساری زیاتوالی راغلی چې دغه هېواد د یوه مهم مذهبي رسم په درشل کې دی.

د ګنېش چتورتي مراسم هندوان په دې عقیده نمانځي چې وايي، په دې ورځ د دوی خدای ګنېش ځمکې ته راغلی دی.

دغه مراسم د هندوانو له تر ټولو لویو مذهبي مراسمو دي چې دوی يې په ترڅ کې د ګنېش مجسمه په اوبو کې ډوبوي.

په دې ورځ هند کې عمومي رخصتي وي او زرګونه خلک يې د نمانځنې په موخه واټونو ته راوځي.

دا ورځ عموماً د اګست له ۲۲ نېټې پېل او څو ورځې دوام کوي.

د هند په بېلا بېلو ایالتونو کې پر خلکو لارښودونه ويشل شوي چې پکې ورښودل شوي، څنګه په خوندي ډول روغتیايي سپارښتنو ته په پام د ګنېش چتورتي مراسم ونمانځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...