په هند کې پولیس وایي یو مسافر وړونکی بس چې د موسیقۍ یوې ډلې غړي پکې سپاره و، د دې هیواد په لویدیځ کې د لویې لارې څخه اوښتی او لاندې یوې کندې ته لویدلی دی.
د دې هېواد امنیتي چارواکو ویلي چې په پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي په بس کې ډیری سپاره کسان د یوې موسیقۍ د ډلې غړي و چې د پوني ښار څخه مومبۍ ته په یو نندارتون کې د ګډون لپاره روان و.
تر اوسه د بس د چپه کېدو علت معلوم نه دی خو پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په پېښه خفګان ښودلی او په پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړو سره یې د نغدو پیسو مرستو ژمنه کړې ده.