د هندوستان د عامې روغتیا وزارت نن جمعه د دیسمبر ۱۸ (د لېنډۍ ۲۸) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۲۲ زره ۷۸۹ تازه په کرونا وېروس اخته شوي او ۳۳۸ تنه ترې مړه شوي دي.
چې له دې سره په ټول هند کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۴ زره ۷۸۹ تنه رسېدلی دي.
هندوستان وروسته له امریکا په نړۍ کې دویم هېواد دی چې په کرونا وبا د اخته کسانو او مړو شمېر پکې زیات شوی دی. تراوسه لږ تر لږه لس میلیونه کسان په دې هېواد کې په کرونا اخته شوي.
د رویټرز د راپورنو له مخي، هندوستان باید د خپل کرونا وېروس واکسین پروګرام لومړي پړاو کې له ۱.۴ ملیارد څخه تر ۱.۸ ملیارد ډالرو پورې مصرف کړي.
په راپور راځي، چې دا هېواد په لومړي قدم کې باید ۶۰۰ میلیونو ته د کرونا وېروس ضد واکسین برابر کړي.
په راپور راغلي،چې هند شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره د لومړنیو توکو لپاره په نظر کې نیولي دي.
خو تراوسه د هند روغتیا او مالیې وزارت د یاد بودیجې په اړه څه نه دي ویلي.