هندي رسنۍ خبر ورکړی چې په یاد هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۹ میلیونو څخه واوښت.
هندي رسنیو ته روغتایي مسولینو ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې هره ورځ ۴۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د راپورونو له مخې په هندوستان هېواد کې شاو خوا ۱۳۲ زره کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
په هندوستان هېواد کې د کرونا ویروس ډېرېدو اصلي لاملونه روغتیايي سپارښتنې او ټولینز واټن نه مراعاتول یاد شوي دي.
د امریکايي پوهنتون شمېرنې ښیي چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۷ میلیونو ته لوړ شوی، چې تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې ثبت شوي دي.