د هند شمال ختيځ ميزورم ايالت چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ايالت کې د نړۍ په کچه د لوی فاميل لرونکی پلار نن د شکر ناروغۍ او وينې لوړ فشار له امله مړ شو.
زيونا چهانا ۷۶ کلن و، ۳۹ ميرمنې او ۸۹ تنه اولادونه لري. د فاميل له دې شمېر سره د نړۍ په کچه يو له لويو فاميل لرونکو کسانو شمېرل کېده.
د ميزورم اعلی وزير د نوموړي پر مړينه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې د چهانا لوی فاميل د دې سبب شوی چې ياد ايالت ته د بهرنيو سيلګرو پام ور زيات شي.
د نوموړي ايالت چارواکو بيا ويلي چې چهانا د يکشنبې (غبرګولي په ۲۳مه نېټه) ماسپښين مهال مړ شوی. له نوموړي د ډېر شمېر ميرمنو او اولادونو ترڅنګ ۳۳ تنه لمسيان هم پاتې شول.
د زيونا چهانا کورنۍ په ۴ کورونو کې اوسي او د زيات شهرت له امله په يو شمېر نامي نړيوالو رسنيو کې هم له همدې کبله څرګند شوی و.