Home » افغانستان » هند کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله لس تنه مړه شوې او ۲۵ نور ټپیان دي
رویداد خبري آژانس

هند کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله لس تنه مړه شوې او ۲۵ نور ټپیان دي

په هند کې چارواکي‌ وايي‌ چې د دوشنبې په ورځ سپتمبر۲۱ (وږي۳۱) د دغه هېواد د مهاراشترا په ایالت کې د یوې ودانۍ د غورځېدو له کبله لږ تر لږه لس تنه مړه شوي.

د ژغورنې عمله لګیا ده چې تر خاورو او ډبرو لاندې ایسار نور کسان وژغوري.

چارواکي وايي په دغې پېښه کې شاوخوا ۲۵ نور کسان ژوبل شوي دي.

د تاڼي په ولسوالۍ کې د بهوندي د سیمې کمېشنر پنکاج اشیا وویل چې دا څو پوړیزه ودانۍ څه باندې ۳۰ کاله زړه وه.

هغه وویل چې د دغې ودانۍ د نوې کولو او بیا رغونې کارونه پیل شوي وو، خو د کروناویروس له کبله وځنډېدل.

په هند کې هرکال په سختو موسمي بارانونو کې د دا ډول زړو ودانیو تهدابونه خرابیږي‌ او بیا نړیږي.

چارواکي وايي د دغې نړیدلې ودانۍ بنسټونه هم موسمي بارانونو او سیلابونو کمزوري کړي‌ وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...