Home » سیمه او نړی » هند کې د ځمکې د ښويېدو له کبله تر سلو ډیر کسان تر خاورو لاندې شوي

هند کې د ځمکې د ښويېدو له کبله تر سلو ډیر کسان تر خاورو لاندې شوي

د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې په پایله تر سلو ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي او لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د سختو او پرله‌پسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.

بهرنیو رسنیو ویلي، چې د ژغورنې ډلو د لادرکه شویو کسانو لټون پیل کړی دی.

د هند بېلابېل ښارونه له څو ورځو راهیسې د سختو بارانونو شاهدان دي، چې له امله یې لارې بندې دي او تعلیمي مرکزونه هم تړل شوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...