Home » سیمه او نړی » هند کې د ټرافيکي پېښې له امله ۲۲ تنه وژل شوي

هند کې د ټرافيکي پېښې له امله ۲۲ تنه وژل شوي

هندي چارواکو خبر ورکړی، چې د دې هېواد شمال لورته په يوه غرنيزه سيمه کې يو مسافر وړونکی بس موټر له سړک اوښتی او د چپه کېدو په ترڅ کې يې ټول‌ټال ۲۲ تنه سوارلۍ وژل شوي دي.

پوليسو ويلي چې ياده پېښه په اتر اکهند ايالت کې پرون يک‌شنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) رامنځته شوې ده.

د فرانس پرېس خبري اژانس په دې اړه خپل خپاره کړي راپور کې د پوليسو له قوله ويلي، چې د چلوونکي په شمول په بس کې ټول ۳۰ کسان موجود وو او پر وژل شوو کسانو سربېره د اکثره ټپي شوو کسانو روغتيايي وضعيت هم خراب دی.

د هند کورنيو چارو وزير امنيت شاه دغه ټرافيکي پېښه غموونکې بللې او ويلي يې دي چې د پېښې ځای ته د ژغورونکې ډلې په رسېدو سره ټول جسدونه او ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...