Home » سیمه او نړی » هند کې د واکسین تولید په ستر مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې

هند کې د واکسین تولید په ستر مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې

راپورونه وايي د هندوستان هېواد سیروم په انستیتیوت کې چې د نړۍ د واکسین تولید تر ټولو لوی مرکز دی پکې اورلګیدنه رامنځته شوې، چارواکي وايي په دې اور لګیدنه کې ۵ تنه وژل شوي دي.

هندي چارواکو وویل دغه اورلګیدنه پدې مرکز کې به د درملو او د کروناویروس ضد واکسین تولید باندې اغیز ونکړي او د تولید دغه لړۍ به همداسې دوام ولري.

د یاد هېواد د پونه ښاروال مورلیدهر موهول خبریالانو ته وویل اور اوس کنترول شوی دی، نوموړی وايي د پیښې په ځای کې ۵ مړي موندل شوي دي.

د بهرني رسنۍ په حواله د هند د سیروم شرکت یو مسول ویلي چې دغې پیښې د کرونا ویروس ضد واکسین د تولید چارې ندي ګډې وډې کړي.

د سیروم انستیتوت رئیس اندر پوناوالا، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پدې پیښه سخت غمجن دی.

د سیروم انستیتیوت مسولینو او د پونه ښار د پولیسو چارواکو ویلي چې تر اوسه د پیښې علت نه دی معلوم شوی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...