Home » سیمه او نړی » هند کې تازه موسمي سېلابونو له ۲۶ ډېر کسان مړه کړي

هند کې تازه موسمي سېلابونو له ۲۶ ډېر کسان مړه کړي

هندي رسنيو خبر ورکړی چې د دې هېواد په ځينو ايالتونو کې له يوې اوونۍ راهيسې د موسمي سېلابونو راوتل دوام لري او په ترڅ کې يې خلکو ته د ځاني زيان ترڅنګ پراخ اقتصادي زيانونه هم اوښتي دي.

د سېلابونو تازه څپې د هند په شمالي اسام ايالت کې ۹ او په ختيځ بېهار ايالت کې يې ۱۷ تنه مړه کړي دي.

له دې وړاندې په تېر اپرېل کې د سختو موسمي بارانونو او په ترڅ کې يې د سېلابونو راتو له امله، اسام د مړيني او وېجاړۍ له مخې لومړنی ايالت و. دغه مهال په دې ايالت کې ۴۴ تنه د سېلابونو راوتو له امله مړه شوي وو.

په هند کې د سېلابونو دې څپې په ګاونډي بنګلدېش کې هم خلکو ته زيانونه اړولي دي. دې سېلابونو په بنګلدېش تر دې مهال لسګونه تنه مړه کړي او زيات اندازه اقتصادي زيانونه يې اړولي دي.

دغه موسمي سېلابونه چې د راوتو د وخت اټکل يې سخت دی، هر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمو کې ۱.۶ ميليونه کسان ګواښي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...