هند د کرېکټ په یو ورځنۍ لوبه کې سريلانکا د ۳۱۷ منډو په توپیر ماته کړه او نړېوال ریکارډ یې جوړ کړ.
هند په خپل کوربه توب دغې دریمه یو ورځنۍ لوبه کې، د سریلانکا لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د ۳۹۰ منډو هدف ټاکلی و، خو د سریلانکا لوبډله د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۷۳ منډې جوړې کړې.
هند سریلانکا سره د دریېو یو ورځینو لوبو لړۍ پیل کړې وه چې درې واړه هند وګټلې او د دې لړۍ بریالۍ لوبډله اعلان شوه.
په دې دریمه لوبه کې وېرات کهولي ۱۶۶ ناسوځيدلي منډې وکړې، چې په دې سره یې خپله ۴۶ سلیزه هم وکړه. بل هندي لوبغاړی شوبمن ګېل هم ۱۱۶ منډې جوړې کړې، د هند لخوا په توپ اچونه کې بیا محمد سراج څلور، محمد شامي او کولدیپ دوه دوه لوبغاړي وسځول.
د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې کومه لوبډله دې د ۳۱۷ منډو په توپیر سیاله لوبډله ماتوي، له دې وړاندې نیوزلېنډ ایرلېنډ ته د ۲۹۰ او اسټرالیا افغانستان ته د ۲۷۵ منډو په لوی توپیر د ماتې ورکولو رېکارډونه جوړ کړي وو.