هند په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښوودلې ده.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي.
هند همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره بېړني اوربند ته اړتیا ده او که وضعیت همداسې دوام کوي نو په ټوله سیمه به یې منفي اغېز راښکاره شی.
هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې د تامین په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او دلته یې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.