د هند امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ (د تلې۱۳مه) ۲۸ ماویست وسلهوال وروسته له هغه وژلي چې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر دغو وسلهوالو ته خبرداری ورکړ، چې تسلیم شي او یا به د امنیتي ځواکونو له هر اړخیز برید سره مخامخ شي.
د امریکا غږ په وینا، ماویست وسلهوال، چې یوه کمونیستي ډله ده او ادعا کوي، چې د کلیوالو او بېوزلو اوسیدونکو لپاره جګړه کوي.
دا ډله د ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې د هندي امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ده. له دوی سره په جګړه کې تر اوسه تر لسو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
دا نښته پرون د جمعې په ورځ د جنوبي چتیسګر ایالت په یوه لرې پرته او لږ نفوسه سیمه کې د ابوجهمد په ځنګله کې د دې وسلهوالې ډلې له مرکز سره نږدې شوې ده.
د هند د حکومت د معلوماتو له مخې، په وروستیو کلونو کې بغاوتونه په بېساري ډول کمه شوې او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو سږ کال ۱۹۰ وسله وال وژلي دي.
د هند حکومت د یاد هېواد په څو مرکزي، سویلي او ختیځ ایالتونو کې د وسلهوالو د ځپلو لپاره لسگونو زره امنیتي ځواکونه ځانګړي کړي دي.