د کابل په کارته پروان کې د سيکانو پر عبادتځي د وسلهوالو له بريد وروسته، هندوستان ټايمز ورځپاڼې نن يکششنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) د هندي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد له سلو ډېرو افغان سيکانو او هندوانو ته د وېزو ورکولو پرېکړه کړې.
د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې دا وېزې بېړنۍ دي او د هند بهرنيو چارو وزارت ځکه په خپل لومړيتوب کې نيولي، څو د افغان سيکانو او هندوانو چې دا مهال په افغانستان کې له امنيتي خطر سره مخ دي، سر خوندي شي.
په راپور کې دا هم ويل شوي، چې د هند څېړنو ملي اداره يا (NIA) به په کابل کې د دې ترهګريز بريد په اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي او پايلې به يې علني شي.
هندوستان ټايمز په راپو کې زياته کړې، چې افغان سيکانو او هندوانو ته د بېړنيو وېزو ورکول په حکومت کې له وړاندې هم بحث شوي؛ خو د وروستي بريد له امله اوس د يادو وېزو د صادرولو پرېکړه شوې ده.
په کابل کې د سيکانو پر عبادتځي پرونی بريد د هند لومړي وزير نريندرا مودي، د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت سربېره ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او يو شمېر نورو نړيوال بنسټونو غندلی دی.
کورنيو چارو وزارت په دې بريد کې دوه تنو د وژل کېدو او د ۷تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.