د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په امریکا کې دی او هلته یې ددغه هېواد له بېلو لوړپوړ چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
نوموړي د امریکا ددفاع له وزیر سره هم کتلي دي او دوی ته یې واضح کړې چې هند په افغانستان کې اړیکې او ګټې لري او ددغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوي.
جې شنکر همدا راز ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره همکار دي او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.
امریکایي لوري هم ویلي چې د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او څومره چې سیمه ییزه اجماع په دې تړاو پیاوړې کېږي دومره جګړې او تاوتریخوالی کمېدلی شي.