د هند په کوربهتوب د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو غونډه چې نن چهارشنبه د (لړم په ۱۹مه) ترسره شوه، په کې د افغانستان موجوده وضعيت او د سيمهييز امنيت په اړه خبرې وشوې.
د غونډې په پيل کې د هند ملي امنيت سلاکار اجيت ډووال وويل، په افغانستان کې رامنځته شوي وروستي تحوولات نه يوازې افغانانو، بلکې د سيمې هېوادونو لپاره هم پيغام لري.
نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې له رامنځته شوي وضعيت سره سم د قدم پورته کولو په موخه، د سيمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره ډېره اړتيا ده.
په همدې حال کې د روسيې ملي امنيت سلاکار نېکلای پاتروشف هم له افغانستان سره بشري مرستو ته د دوام ورکولو ترڅنګ، پر سيمهييزه همغږۍ ټينګار وکړ.
نوموړي زياته کړه چې د يادې همغږۍ په موخه د مسکو فارمټ چې په کې د افغانستان د مسايلو په اړه بحث کېږي، يوه غوره منطقي لار ده.
د ايران د ملي امنيت سلاکار علي شمخاني بيا په افغانستان کې د يوه ګډ حکومت پر رامنځته کولو ټينګار کړی. شمخاني د افغانستان په اړه د نوي ډهلي غونډې ګډونوالو ته د خبرو پرمهال وويل، په افغانستان کې د يوه داسې حکومت په رامنځته کولو سره چې ټول قومونه په کې ونډه ولري، ستونزې تر ډېره حلېدای شي.
په ياده غونډه کې د پاکستان او چين د ملي امنيت له سلاکارانو پرته، د هند، روسيې، ايران، تاجکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قزغستان د ملي امنيت سلاکارانو برخه اخيستې وه.
ټاکل شوې سبا پنجشنبه په اسلاماباد کې هم د ټرويکا پلس هېوادونو غونډه ترسره شي چې په کې به د افغانستان پر روان وضعيت خبرې او بحثونه وشي.