Home » سپورټ » هند راتلونکی کال په پاکستان کې د کرکټ اسيا جام سيالۍ تحريم کړې

هند راتلونکی کال په پاکستان کې د کرکټ اسيا جام سيالۍ تحريم کړې

د هند کرکټ بورډ اعلان کړی، چې ملي لوبډله به يې په راتلونکي ۲۰۲۳ زېږديز کال کې په پاکستان کې د ترسره کيدونکي اسيا جام سيالۍ ونه لوبوي.

له دې وړاندې ځينو رسنيو داسې ناتائيد شوي راپورونه خپاره کړي وو، چې کواکې د هند کرکټ بورډ نه غواړي ملي لوبډله يې پاکستان ته ولېږي او دغلته د اسيا جام په راتلونکو لوبو کې ګډون وکړي؛ خو او اوس رسما د هند کرکټ بورډ دا پرېکړه تائيد کړې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخې، د هند کرکټ بورډ نن سې‌شنبه د (تلې په ۲۶مه) په ممبيي کې ناسته کړې او د يادې ناستې په پايله کې پرېکړه شوې، چې د هند کرکټ ملي لوبډله په پاکستان کې راتلونکی کال د اسيا جام لوبې نه شي لوبولی.

د هند د کرکټ بورډ منشي جی شاه د دې پرېکړې اعلانولو ترڅنګ وړانديز کړی، چې راتلونکی کال د اسيا جام لوبې دې په يوه بل درېيم هېواد کې ترسره شي او په دې توګه به هند هم په کې برخه واخلي.

د پاکستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړيوالې شورا تر اوسه د هند دې پرېکړې او وړانديز په اړه څه نه دي ويلي. له دې وړاندې د سيا جام سږنۍ سيالۍ ټاکل شوې وه په سرېلانکا کې ترسره شي؛ خو په نوموړي هېواد کې د وضعيت خرابوالي له امله دا سيالۍ د سرېلانکا په کوربه‌توب په عربي اماراتو کې ترسره شوې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...