Home » اقتصادی » هند بهرنيو هېوادونو ته د غنمو صادرات وځنډول

هند بهرنيو هېوادونو ته د غنمو صادرات وځنډول

د هند حکومت د يوه تازه اقدام له مخې اعلان کړی، چې بهرنيو هېوادونو ته يې د غنمو صادرات ځنډولي او تر راتلونکي امر پورې به دا چاره ځنډېدلي وي.

حکومت ويلي چې دا کار يې د غنمو په برخه کې د کورنۍ اړتيا د پوره کولو او دغه راز د خوړو امنيت خونديتوب په موخه کړی دی.

د اعلاميې له مخې، سږکال د تېرو کلونو په پرتله په هند کې هوا ډېره ګرمه شوې او له همدې کبله په دې هېواد کې د غنمو د توليد کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

په تېرو کلونو کې روسيې او اوکراين په يوازې تن د نړۍ ۳۰ سلنه غنمو تمويلول؛ خو په داسې حال کې چې دامهال د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه ده، د غمنو دې اندازې تمويل هم زيانمن شوی دی.

اوس چې هند هم بهر ته د غنمو صادرات بند کړل، وبه لېدل شي چې په نړۍ کې غنمو ته د اړتيا کچه څومره لوړېږي؟

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...