هندي چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د نوي سرپرست حکومت له رسېدو سره په سويلي اسيا او په ټوله سيمه کې د وضعيت په اړه اندېښنې زياتې شوي دي.
دا څرګندونې د هند کورنيو چارو وزير اميت شاه په هغې دوه ورځنۍ غونډه کې کړې، چې د ۴۵۰ هېوادونو او سازمانونو استازو په کې ګډون درلود او نوي ډهلي يې کوربهتوب کاوه. دې غونډې ته د پاکستان او د افغانستان استازي نه وو وربلل شوي.
سربېر پر دې هم په دې غونډه کې د افغانستان اړوند مسايل مطرح شوي دي. د هند کورنيو چارو وزير اميت شاه ويلي، چې د تېر اګسټ په نيمايي کې په افغانستان کې د نظام له بدلون سره، په ټوله سيمه کې وضعيت چورلټ بدل شوی دی. نوموړي زياته کړې، ياد وضعيت له دې کبله اندېښنې زېږولي، چې القاعده او داعش ډلې نفوذ کړی او دې نفوذ د سيمې لپاره ستونزې جوړې کړي دي.
نوموړي که څه هم ښکاره د افغانستان او کوم بل هېواد نوم نه دی ياد کړی؛ خو زياته کړې يې ده، چې دامهال د القاعده په ګډون د لشکر طيبه، داعش او جېش محمد ترهګرې ډلې په سويلي اسيا کې موجودې دي او وژنو ته دوام ورکوي.
اميت شاه زياته کړې، چې د ترهګرو ډولو مالي ملاتړ کوونکي بايد له ياده ونه باسل شي؛ ځکه د نوموړي په خبره د ترهګرۍ مالي ملاتړ خورا خطرناک دی.
نوموړي په مکرره توګه ټينګار کړی چې په سويلي اسيا کې وروستي سياسي بدلونونه د هند لپاره د ژورې اندېښنې وړ دي او په اړه يې بايد غور وشي.
تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د هندي چارواکو د يادو اندېښنو او څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو له دې وړاندې چارواکو تل ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به هېڅ کوم هېواد ته خطر پېښ نه شي.