د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو ځل بیا یې افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر پیل کړی دی.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند، رندهير جيسوال پنجشنبه د زمري په ٤مه، په يوه خبري ناسته کې دا خبر تاييد کړی او زياته يې کړه، چې نوی ډيلی له افغانستان سره تاريخي اړيکې لري.
نږدې درې کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګېست په ۱۵مه، کله چې ا.ا د افغانستان واکمني تر لاسه کړه، هند نه یوازې په کابل کې خپل سفارت وتاړه، بلکې افغانانو ته یې د ویزو ورکول هم بند کړل.
شاوخوا دوه کاله وروسته هند یو ځل بیا په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته یو تخنیکي ټیم واستاوه، چې اوس هم فعال دی.
باید وویل شي، چې افغانانو ته د هند د ویزې د ځنډېدو له امله د هېواد ډېری محصلین او سوداګر له ستونزو سره مخ شول. یو شمېر زده کوونکي چې هغه مهال افغانستان ته د اوړي په رخصتۍ راغلي وو، بیا یې ویزې ترلاسه نه شوی کړی او له زدهکړو پاتې شول.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر افغانانو هند ته د درملنې لپاره هم سفر کاوه.